ډېر لوستل شوي

د سوېلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون په څه باندې ۱.۲ میلیارده افغانیو لاسلیک شو

د ټولګټو وزارت د سالنګ لویې لارې د بیارغونې په دوام، د سوېلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره برخې د اساسي رغونې تړون د یو میلیارد او ۲۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ودانيو او سړک جوړونې له يو شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د ياد وزارت په خبره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د پروژې عملي چارې به ډېر ژر پیل شي او یاده برخه به د اولنګ له سیمې څخه تر جبل السراج پورې د ۱۵ کیلومتره اوږدوالي او ۱۲ متره پلنوالي په لرلو سره په اسفالتي بڼه ورغول شي.
په دې پروژه کې د پنځو نویو پل‌ګوټو جوړول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د سړک یوې غاړې ته د ۶۰۰ مترو ویالې جوړول هم شامل دي.
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو اقتصادي او ټرانزیټي لارو څخه ده او د پروژې د معیاري او پر وخت بشپړېدو لپاره باید جدي هڅې وشي.
سالنګ لویه لار د هېواد شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي او د خلکو د تګ ــ راتګ، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد ــ رالېږد په برخه کې مهم رول لري.

اړوند خبرونه