د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکيم وايي، د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو پالنه او ملاتړ د اسلامي امارت د هر مسوول شرعي او اداري مسوولیت ګڼل کېږي.
د یاد ولایت د مقام دفتر وايي، د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم او د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو عمومي رييس مولوي عبدالحکیم همت د پنجشېر دارالایتام څخه لیدنه کړې او له یتیمو ماشومانو سره یې د خواخوږۍ ترڅنګ د زدهکړو بستې او ډالۍ وېشلې دي.
چارواکو د دارالایتام د بېلابېلو برخو له ارزونې وروسته د ماشومانو پر تعلیمي، روزنیزو او رفاهي وضعیت د لا ډېرې پاملرنې ټینګار کړی دی.
د پنجشېر والي ویلي، سیمهییزه اداره د یتیمو ماشومانو د زدهکړو، روزنې او د مناسب ژوند د اسانتیاوو برابرولو ته ژمنه ده او په دې برخه کې به هېڅ راز همکاري ونه سپموي.
د یادونې وړ ده، په پنجشېر کې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ دوه دارالایتامونه جوړ شوي چې دا مهال سلګونو یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کوي.

