د روسیې د امنیت شورا منشي، سرګي شویګو ویلي، اسلامي امارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې پراخ اقدامات ترسره کړي دي.
د روسیې دولتي خبري اژانس«ټاس» د شویګو له قوله راپور ورکړی چې اسلامي امارت توانېدلی د صنعتي نشهيي توکو د تولید او صادراتو لویه برخه ودروي.
شویګو ټینګار کړی چې له افغانستانه د صنعتي نشهیي توکو تولید او لېږد د پخوا په پرتله نږدې ۹۰ سلنه راکم شوی چې دا د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد د عملي اقداماتو پایله ده.
هغه د دې پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د مخدره موادو د تولید او قاچاق کمېدل د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

