د هرات امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د اوومې امنیتي حوزې منسوبینو يې د کشفي عملیاتو پر مهال درې تنه د موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ په وینا، نیول شویو کسانو د غلا شویو موټرسایکلونو اسناد او د شاسي نمبرونه بدلول او وروسته یې خرڅول.
د عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ غلا شوي موټرسایکلونه کشف او ضبط شوي چې له قانوني اسنادو تر ارزونې وروسته به خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.
مسوولين وایي، نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.

