د هلمند ځایي مسوولین وایي چې په دې ولایت کې وروستیو اورښتونو دوه تنه شهیدان کړي او د یوې میرمني په ګډون یې درې ماشومان ژوبل کړي دي.
ویل کیږي چې دغه مرګ ژوبله په مارجې او باباجي ولسوالیو کې رامنځته شوې ده.
همدا رنګه ځینو ولسوالیو کې د سیلابي اوبو منځ کي بند پاتي ولسي هیوادوال د اړوندو امنیتي مسوولینو له لوري ژغورل شوي دي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبد الباري راشد وایي چي د یاد ولایت باغران، باباجي، موسی کلا، ناوې، مارجې، سنګین، ناومېش او کجکي ولسوالیو کي د کال پسرلني اورښتونو ګڼ هیوادوال زیانمن کړي او ګڼ نور د امنیتي مسوولینو له لوري له لاهو کېدو ژغورل شوي.
ښاغلی راشد وایي چې غټو ږلیو او بادونو د خلکو فصلونه او بڼونه رژولي او همداشان یې د موټرونو ښېښې او لمریزې سولرې ماتې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې امنیتي ځواکونو د هیواد په ګوټ ګوټ کې د شته امکاناتو په مټ ګڼ هیوادوال د مرګ له کومې ایستلي او همداشان یې یو شمېر لېږند وسایط له زیانمنېدو ژغورلي