د دفاع وزارت د سرمفتش مفتي لطیفالله حکیمي په مشرۍ، د پوځي عملیاتو رییس مولوي نورالرحمن نصرت، د مالي او بودیجې ریاست مرستیال مولوي بشیر احمد حمزه او مل تخنیکي پلاوي د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه د ارزونې په موخه لیدنه ترسره کړې ده.
ياد وزارت وايي، پلاوي د یادې قول اردو له قوماندان او مسوولینو سره د مشرتابه لارښوونې شریکې کړې او د چارو د لا ښه والي او سمون لپاره یې اړینې سپارښتنې وړاندې کړې. ویل شوي، دغه لیدنه د نظامي چارو د ارزونې او د ادارې د فعالیتونو د لا اغېزمنتیا په موخه ترسره شوې ده.

