کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د خوست ولایت په «اسماعیلخېلو او مندوزیو» ولسوالۍ کې د مسلکي غلو شپږ کسیزه ډله نیول شوې ده.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا وسلهوال غله د یادې ولسوالۍ جنایي جرمونو پر ضد مبارزې ځواکونو د استخباراتو منسوبینو په همکارۍ نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې له نیولشویو کسانو څخه درې کلاشینکوف، یوه توپانچه، دوې مخابرې، لس مبایلونه، یو ایپیډ، روسي خنجر، نظامي لباس او ګڼ شمېر شاجورې او مرمۍ ترلاسه شوي.
کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې دې ډلې تېره میاشت په «ټنډي» کلي له نظامي یونیفورم او امنیتي ځواکونو له نوم څخه په ناوړې استفادې د یو هېوادوال له کور څخه یو کلاشینکوف، یوه تپانچه، ۱۵۰ زره افغانۍ، ۱۵۰ زره کلدارې، پنځه تولې سره زر او یو شمېر نور توکي غلا کړي وو.
د مسوولینو په وینا چې د نیولشویو کسانو دوسیې له بشپړېدو وروسته اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

