د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس، ملا عبدالحق همکار د ماهیپر برېښنا تولید بند د لومړي توربین (جنراتور) رغونې پروژې د قراردادي شرکت له رییس «ګنای کوسه» سره کتلي دي.
د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د ماهیپر برېښنا بند د لومړي توربین رغونې، پرمختګ او تولید ظرفیت لوړولو په اړه خبرې شوې دي.
د دغه قراردادي شرکت رییس ویلي، شرکت یې د ماهیپر برېښنا بند لومړي توربین د تولید ظرفیت له ۲۲ څخه ۲۶ مېګاواټو لوړولو ته چمتووالی لري.
بلخوا ښاغلي همکار د یاد توربین تولید ظرفیت لوړول یوه مهمه تخنیکي موضوع بللې او په وینا یې چې په دې برخه کې به د ټولو تخنیکي اړخونو له هر اړخیزې ارزونې، دقیقې سنجونې او د اړوندو تخنیکي مسوولینو له هوکړې وروسته پرېکړه وشي.

