ډېر لوستل شوي

“د پاکستان پوځي رژيم د تېرې شپې په بمباريو کې ۳۶ ملکي وګړي شهيدان او ۱۶۳ نور ټپيان شوي”

د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت وايي چې د پاکستان پوځي رژيم د تېرې شپې پر پکتيا، پکتيکا او کونړ ولايتونو په هوايي بريدونو کې تر دې مهاله ۳۶ ملکي وګړي شهيدان او ۱۶۳ نور ټپيان شوي دي.
ښاغلي فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ د مندوخېلو کلي پر يوه ملکي کور د پاکستان پوځي رژيم جيټ الوتکو د بمبارۍ له امله لومړی يو سپين‌ږيری او يو ماشوم شهيدان او د کور نور غړي ټپيان شول، خو وروسته چې د کلي خلک د ژغورنې لپاره راټول شوي وو، سيمه يو ځل بيا بمبار شوې چې له امله يې ۲۸ کليوال شهيدان او ۱۵۸ نور ټپيان شوي دي.
د مرستيال وياند په وينا، د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ د ولوست کلي پر يوه ملکي کور په بريد کې شپږ تنه چې ډېری يې ښځې او ماشومان وو، شهيدان شوي دي.
نوموړي زياته کړې، د کونړ د منورې ولسوالۍ د برولو کلي يو ملکي کور هم بمبار شوی، چې ځاني تلفات نه لري، خو کور په بشپړ ډول ويجاړ شوی او مالي زيان يې اړولی دی.
د اسلامي امارت مرستيال وياند وايي، د دغو بريدونو له امله درې پوړيزه کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي او د اوښتو تلفاتو شمېر ښايي له دې هم زيات شي.

اړوند خبرونه