د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستيال مولوي حياتالله مهاجر فراهي وايي، اسلامي امارت به د پاکستان د وروستيو هوايي بريدونو ته په مناسب وخت ځواب ورکړي.
ښاغلي فراهي د پروان ولايت د خبريالانو د ظرفيت لوړونې په سيمينار کې زياته کړې، د پاکستان پوځي رژيم د دې بريدونو له لارې هڅه کوي چې د اسلامي امارت لاستهراوړنې او فعاليتونه تر پوښتنې لاندې راولي او د حکومت د چارو پر وړاندې ننګونې رامنځته کړي.
نوموړي ټينګار کړی چې اسلامي امارت به د دغو بريدونو په وړاندې په مناسب وخت کې لازم ځواب ورکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بريدونو کې د پکتيا، پکتيکا او کونړ ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

