د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي او د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجارېګ ویلي، ګوترش د جګړو د سملاسي درېدو، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو د خوندیتوب غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري دې اختلافات د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کړي.
د ملګرو ملتونو په وینا، ټول ښکېل لوري باید د نړیوال بشرپاله قانون درناوی وکړي او په هر ډول شرایطو کې د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو ساتنه یقیني کړي.

