د تېر ۱۴۰۲ کال په کب مياشت کې د څهباندې ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۲ کال د کب مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي. د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۱٫۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۸۹٫۶ ميليون ډالرو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۱ کال په کب مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۴ میلیون ډالرو ته رسید. د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۱ کال د کب مياشتې صادراتو د ۱۴۰۲ کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۳۲٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی درلود.
له بل لوري د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۹۰٫۴ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د ۱۴۰۲ کال په یاده مياشت کې د ۹۹٫۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په کب مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي، په داسې حال کې چې د ۱۴۰۱ کال په کب مياشت کې تر ټولو ډېر هغه یې پاکستان، هند او چین هېواد ته وو. همدارنګه د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې ترټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.
د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.