ډېر لوستل شوي

“کابل کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه وتړل شول” 

عدلیې وزارت په تېره غبرګولي میاشت کې د غیرقانوني فعالیت له امله د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونو له تړل‌کېدو خبر ورکړی دی.  

د دغه وزارت وېبپاڼه لیکل شوي چې تېره غبرګولي میاشت په کابل کې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او عریضه‌لیکونکو چارو ریاست له لوري د ۶۳ دفترونو څارنه شوې ده. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دې موده کې ۱۳۷ غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې نوي جوازونه وېشل شوي او ۷۱ نور جوازونه تمدید شوي دي. 

“د یاد ریاست نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې نورو متصدیانو ته توصیه کړې چې خپلې کاري نیمګړتیاوې اصلاح او له هر ډول ناقانونه فعالیتونو څخه ډډه وکړي.” عدلیې وزارت همداراز لیکلي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۲۰۸ متصدیانو ته د معاملاتو وساطت د اصولو او معاملاتو د ترسره‌کولو څرنګوالي په اړه زده‌کړه‌ییز پروګرامونه جوړ شوي دي.

اړوند خبرونه