د ریاستالوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د دفاع وزارت ستردرستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ په نوښت د «طبي اخلاقو او مسلکي مسوولیت» په نوم د روغتونونو لپاره علمي کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د روغتیایي چارو قوماندانۍ له لوري په دغه جوړ شوي سیمینار کې د روغتیا وزارت چارواکو او د بېلابېلو روغتونونو ډاکترانو متخصیصینو او د روغتیا برخې کارکوونکو ګډون کړی و.
ښاغلي حنفي د ظرفیتلوړونې په دې دوهورځني سیمینار د پای په مراسمو کې افغان ډاکتران ستایلي چې د بېلابېلو پېچلو عملیاتو د ترسرهکېدو وړتیا لري. د ریاستالوزراء اداري مرستیال همداراز د دغه سیمینار له پایتهرسېدو د هغو کسانو پوښتنه هم کړې چې د پاکستان پوځي رژیم د هوایي بریدونو له ټپيان شوي وو.

