د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ولایت ته په سفر تللی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه په ارزګان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو سره د مرستې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو، مجاهدینو او اوسیدونکو سره وکتل او هغوى ته يې د وروستیو سېلابونو له امله د رسېدلو زیانونو له امله د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دغه ولایت مسوولینو ته د کارونو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې په ډېر صداقت او رښتينولۍ سره د خپلو زیانمنو هېوادوالو چوپړ وکړي. ملا صاحب وويل: «دا هغه خلک دي چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې هر ډول قربانۍ ورکړې دي او ډېر تکلیفونه یې ګاللي دي، اوس یې حق دی چې اسلامي امارت د ارام ژوند زمینه ورته برابره کړي.» ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، که د هېواد په هر ګوټ کې هېوادوال په ستونزه کې وي، د اسلامي امارت مسوولین مکلف دي، چې د دوی حال واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.