د افغانستان د یوولسم پړاو «اېنډ شپږیزه» کرېکټ لیګ (سوپرکولا) سیالۍ نن سهار د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې په رسمي ډول پیل شَوې دي.
د پرانیستې مراسمو کې د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان، د کورني کرېکټ څانګې مسوول محمد نظیم جار عبدالرحیمزي، د هېواد یو شمېر پخوانیو ملي لوبغاړو، د ګډون کوونکو لوبډلو لوبډلمشرانو او نورو مېلمنو ګډون کړی وو.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، شپږیزه کرېکټ لیګ د هېواد د کورني کرېکټ تر ټولو سترې سیالۍ دي چې سږ کال خپل یوولسم پړاو ته رسېدلې او د ۱۱ کلن بریالي مزل دوام څرګندوي.

