په پکتیا ولایت کې د سوېل ختیځ زون د پنځو ولایتونو د والیانو د همغږۍ ګډه غونډه شوې چې پکې د امنیتي، اداري او پرمختیايي چارو د لا ښه همغږۍ په اړه مهمې پرېکړې شوې دي.
د پکتيا ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، د غونډې ګډونوالو چې د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني او لوګر والیان، امنیه قوماندانان، د استخباراتو مسوولين او یو شمېر لوړپوړي نظامي چارواکي پکې شامل وو، د تېرو پرېکړو د عملي کېدو ارزونه کړې او د خپلو ولایتونو د امنیتي وضعیت، اداري پرمختګونو او ولسونو ته د وړاندې شویو خدمتونو په اړه یې راپورونه وړاندې کړي دي.
د غونډې په ترڅ کې د امنیت د لا ټینګښت، اقتصادي پراختیا، د ولسي خدمتونو د پیاوړتیا، د اسلامي شریعت د احکامو د اغېزمن تطبیق او د اسلامي امارت مشرتابه د فرمانونو د ښه عملي کېدو په اړه پرېکړې شوې دي.
همدارنګه د پراختیايي پروژو د پلي کېدو، د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د سوالګرو د راټولولو، د مستحقو کسانو د ملاتړ او له حرفوي سوالګرو سره د قانوني چلند پر چټکتیا هم ټینګار شوی دی.

