د سرحدي شرطې لوی ریاست خبر ورکړی چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د کشفي عملیاتو پر مهال د کندهار په نړیوال هوايي ډګر کې ۳،۱۱۰ کیلوګرامه د «اومان» په نوم نشهيي توکي کشف او ضبط کړي دي.
د یاد ریاست په وینا، په همدې موده کې د کابل نړیوال هوايي ډګر او د اسلامکلا او سپینبولدک په کمېساریو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۵ کسان نیول شوي چې ۸ تنه د جعل او تزویر، ۳۲ تنه له هېواده ایستل شوي (ډیپورټ شوي) کسان او ۵ تنه د نورو جرمونو په تور نیول شوي دي. سرحدي شرطې زیاته کړې چې د اسلامکلا په کمېسارۍ کې یې د ۹۴۰ میلیونه ایراني تومانو د قاچاق مخه هم نیولې او دغه پیسې یې د قانوني اصولو له مخې اړوندو ادارو ته سپارلې دي.

