ډېر لوستل شوي

“مرستندویه بنسټونه باید له سیاسي ملاحظاتو پرته خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي”

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې لوی رییس، ملا نورالدین ترابي په پراختیايي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي «برونو لیمارکیس» سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي. 

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا، د پېښو د مدیریت په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او د پرمختیایي او وقایوي پروژو د پلي کېدو په اړه بحث کړی دی. 

په خبرپاڼه کې د ښاغلي ترابي له قوله ټینګار شوی نړیوال مرستندویه بنسټونه باید له سیاسي ملاحظاتو پرته خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي، او د بېړنیو مرستو ترڅنګ باید اوږدمهالو او پرمختیایي پروژو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رییس دا هم ویلي چې د همدې پروګرام په چوکاټ کې نږدې ۴۰۰ پروژې بشپړې شوي او یا هم دا مهال د پلي کېدو په حال کې دي. بلخوا د ملګرو ملتونو استازي هم د بشري اړتیاوو پوره‌کولو لپاره د چمتووالي تر څنګ، د اوږدمهالو او پرمختیایي پروژو پلې‌کېدو ته پر پاملرنې ټینګار کړی او د مرستو د دوام ژمنه یې څرګنده کړې ده.

اړوند خبرونه