ډېر لوستل شوي

لغمان کې د کډوالو  ټېلر موټر سیند ته لوېدلی او مرګ ژوبله یې اړولې

د لغمان والي وياند عبدالمالک نيازي ویلي، بیګاه شپه شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د لغمان ولایت اړوند د کابل-جلال‌اباد پر لویه لار، د خیروخیلو په سیمه کې له راستانه شويو هېوادوالو یو بار ټېلر موټر سیند ته لوېدلی، چې له امله یې ۲۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ښاغلي نيازي په قول، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې تر دې دمه ۴ تنه مړه او ۸ تنه ټپیان له سیند څخه ایستل شوي، او ۱۰ تنه نور لا هم نادرکه دي.

نوموړی زياتوي چې د افغاني سرې میاشتې د لغمان استازولۍ رئیس، مولوي ولي الله وقار، د خپلو کارکوونکو او رضاکارانو په ملتیا د پېښې سیمې ته رسېدلی او نادرکه شويو کسانو د پيداکولو د ژغورنې او لټون عملیات یې پیل کړي دي.

شاوخوا میاشت وړاندې هم د همدې ولایت قرغیو ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو یو موټر چپه شوی و چې ټولټال پکې ۵۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

اړوند خبرونه