د کابل ـ جلالآباد پر لویه لاره د لغمان ولایت د سرخکانو خیروخیلو سیمې په مربوطاتو کې یو ټېلر موټر، چې له پاکستانه راستانه شویو افغان کډوالو کډه پکې بار او ۲۲ تنه مسافر پکې سپاره وو، د شپې ناوخته سیند ته لوېدلی دی.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې رامنځته شوې ده. ویل کېږي چې ټېلر له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو سامانونه او مسافر لېږدول.
د یادو کسانو د ژغورنې لپاره د قول اردو د مشرتابه په لارښوونه او د حمایه لوژستیکي کنډک د قوماندان ملا عبدالمالک وحدت په امر، د کنډک د نظامي عملیاتو آمر مولوي محمدیعقوب حماد له مسلکي پرسونل سره سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلی دی.
د سرچینې په وینا، ژغورونکو ځواکونو د شته امکاناتو او درنو نظامي وسایطو په کارولو سره ۴ شهیدان او ۸ ټپیان له سینده را ایستلي دي، خو ۱۰ نور کسان لا هم ورک دي او د هغوی د موندلو هڅې دوام لري.
همداراز ژغورونکو ډلو یاد ټېلر موټر له سینده را ایستلی او خوندي ځای ته یې لېږدولی دی. د چارواکو په وینا، د ورکو شویو کسانو د موندنې او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

