د لوړو زدهکړو وزیر، شیخ نداء محمد ندیم د ایران له سرپرست سفیر، عليرضا بېکدلي سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو غږېدلی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي ندیم له قوله لیکل شوي چې ایران او افغانستان یو د بل همکارۍ او ښه تعامل ته اړتیا لري.
د لوړو زدهکړو وزیر همداراز د ایران او افغانستان ترمنځ د علمي تجربو پر شریکېدو ټینګار کړی او له خپله اړخه یې د ایران سفیر ته د علمي اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړی دی.
لوړو زدهکړو وزارت لیکلي چې بلخوا «عليرضا بېکدلي» د ایران په اړه د افغانستان دریځ ستایلی او د افغانستان لوړو زدهکړو وزارت سره یې د غوره تحصیلي اړیکو، همکاریو او د تجربو شریکولو ته چمتووالی ښودلی دی.

