ډېر لوستل شوي

غزني کې د يوه ښوونځي ودانۍ د جوړېدو کار پيل شو

د غزني پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د غزني ښار د کلاغجین او زیوج په کلیو کې د شاه ابولفتح ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یاد ولایت پوهنې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ودانۍ د حداد فرهاد کلتوري مرکز له لوري د درې میلیونه افغانیو په مالي لګښت په يوه پوړ کې جوړېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یاده ودانۍ نهه معياري درسې خونې لري چې په جوړېدو سره به یې د سیمې زده‌کوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.

اړوند خبرونه