ډېر لوستل شوي

روسي پانګوالو د برېښنا تولید فابریکو جوړولو او بیارغولو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، ملا عبدالحق همکار د روسیې څلورو کمپنیو له مسوولینو سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د حرارتي، ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید او افغانستان کې د شته تولیدي فابریکو د بیارغونې په اړه خبرې شوې دي.

برېښنا شرکت لیکلي چې په دې ناسته کې ښاغلي همکار په افغانستان کې د برېښنا تولید او تولیدي فابریکو بیارغونې او سیستمونو عصري‌کولو اړوند پانګونې د دوه‌اړخیزو ګټو لپاره مهمې بللې او پانګوالو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

بلخوا د څلورو روسي کمپنیو مسوولینو د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رییس سره په یادو برخو کې د پانګونې په اړه هراړخیز معلومات شریک کړي دي.

اړوند خبرونه