د ننګرهار ولایت د حقوقي او امنيتي چارو کارپوه حافظ عبدالصمد سعید وايي، تېر کال په دې ولایت کې ۵۵ زره او ۳۳ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته له غصب څخه خلاصه شوې ده.
د ياد ولايت د رسنيو مرکز د ښاغلي سعيد په حواله ويلي، په همدې موده کې ۴ زره او ۸۰۰ جریبه او ۱۸ بسوې ځمکه هم بررسي شوې چې له هغې څخه ۲ زره او ۵۸۹ جریبه او ۱۸ بسوې دولتي تثبیت شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، د تثبیت شوې ځمکې اړوند معلومات د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوي له لوري مرکزي کمېسیون ته استول شوي، څو د اسنادو او نافذه قوانینو له مخې یې په اړه وروستۍ قانوني پرېکړه وشي.

