ډېر لوستل شوي

“د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې له ۸ میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي”

د اسلامي امارت ریاست الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) عمومي رییس «الکساندر ډي کرو» او د کډوالو په چارو کې د دغه سازمان (UNHCR) عالي کمېشنر «برهم صالح» سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو پلاوي د اسلامي امارت له لوري د سولې ټینګښت، د امنیت تأمین او انکشافي پروژو د تطبیق ستاینه کړې ده.

یاد پلاوي ډاډ څرګند کړی چې همکار بنسټونه د اقتصادي سیستم او سیمه ییزې سوداګرۍ د پیاوړتیا، کرنې او زیربناوو جوړولو په برخو کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو دي.

بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر د افغانستان اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو ترمنځ پر ګډې همکاري ټینګار کړی او له افغانانو سره یې د بشردوستانه مرستو دوستانه د دوام ډاډ څرګند کړی دی.

بلخوا د ریاست الوزراء اداري مرستیال ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې له اته میلیون ډېر کډوال هیواد ته راستانه شوي، خو اسلامي امارت دا بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.

ښاغلي حنفي ټینګار کړی چې د زېربنایي او انکشافي پروژو د تطبیق له لارې دې کډوالو ته د کورونو جوړولو او زیاتو کاري فرصتونو ایجاد ته پاملرنه وشي.

اړوند خبرونه