د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس، شیخ شهاب الدین دلاور له یو شمېر اوزببکستاني سوداګرو سره په کتنه کې د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیايي همکاریو پراختیا، د درملو تأمین او د اړمنو ناروغانو د درملنې په موخه د اسانتیاوو د پیاوړتیا لپاره د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي دلاور له قوله راغلي چې سرې میاشتې د سوري زړه ناروغانو د درملنې لپاره یو مجهز تخصصي روغتون جوړ کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به خپل فعالیت پیل او په کلني ډول به شاوخوا ۲۰۰۰ د سوري زړه ناروغانو ته د عملیاتو او درملنې خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي ویلي چې افغاني سره میاشت دا مهال د هېواد په بېلابېلو مرکزونو کې نږدې ۱۵۰۰ رواني ناروغان تر درملنې لاندې لري او څه د پاسه ۱۵۰۰ نورو ناروغانو ته په خپلو کورونو کې روغتیايي خدمتونه او دوامداره درمل وړاندې کوي.
سرچینې همداراز لیکلي چې بلخوا اوزبیکستاني سوداګرو د افغاني سرې میاشتې بشري او روغتیايي فعالیتونه ستایلي او ډاډ یې ورکړی چې د یادو ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو په برخه کې به له دې ادارې سره لازمه همکاری کوي.

