د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په څرخي پُل زندان کې د لسګونو زندانیانو لپاره د فني او حرفوي زدهکړو پروګرام پرانیستل شوی دی.
د اميد راډيو خبريال د پرانيستې په مراسمو کې د زندانونو چارو د تنظیم د ښووني او روزني برنامې عمومي مسوول مولوي نظر محمد ناصري په حواله ويلي، په لومړي پړاو کې د ودانیزې برېښنا، خیاطۍ او کمپیوټر درې روزنیز ټولګي پرانیستل شوي او ټاکل شوې چې څلورم ټولګی هم ډېر ژر په فعالیت پیل وکړي. دوی زیاتوي چې زندانیانو ته د دیني او عصري زدهکړو ترڅنګ حرفوي مهارتونه هم ورکول کېږي، څو له خوشې کېدو وروسته د کار او ځانبسیاینې زمینه ورته برابره شي.

