ډېر لوستل شوي

د هېواد ټولو زندانونو کې د حرفوي زده‌کړو مرکزونه جوړېږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستيال مولوي محمد زاهد وایي، هڅه کوي د هېواد په ټولو زندانونو کې د فني او حرفوي زده‌کړو مرکزونه جوړ کړي، څو زندانیان د بند له مودې وروسته د کار او کسب وړتیا ترلاسه کړي.

د اميد راډيو خبريال په «څرخي پُل زندان کې د لسګونو زندانیانو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو پروګرام» پرانيست‌غونډه کې د ښاغلي زاهد له قوله ويلي چې په لومړي پړاو کې د خیاطۍ، کمپیوټر او برېښنا برخو حرفوي ټولګي پرانیستل شوي دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو مرستيال دغه راز له بنديان غوښتي چې له دې فرصت څخه په استفادې خپل مسلکي مهارتونه پیاوړي کړي.

اړوند خبرونه