ډېر لوستل شوي

د نه خوړلو اعتصاب؛ رحمان‌الله لکڼوال له زندانه روغتون ته لېږدول شوی

امریکایي ورځپاڼې «واشنګټن پوسټ» راپور ورکړی چې افغان وګړی رحمان‌الله لکڼوال، چې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو غړو د ډزو په تور محاکمه کېږي، په زندان کې د نه خوړلو اعتصاب له امله د روغتیايي وضعیت د خرابېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.

په راپور کې راغلي، د فدرالي محکمې قاضي «امیت پي مهتا» ویلي، لکڼوال د روانې اوونۍ په ترڅ کې د جورج واشنګټن پوهنتون روغتون ته انتقال شوی او روغتیايي وضعیت یې د پام وړ خراب شوی دی. قاضي زیاته کړې چې نوموړي له خوړو او په ځینو مواردو کې له اوبو څښلو هم ډډه کړې ده.

بل‌خوا، د امریکا لویې څارنوالۍ محکمې ته ویلي چې د لکڼوال د توقیف او روغتیايي وضعیت په اړه د پرېکړې لپاره د هغه طبي اسنادو ته اړتیا لري. رحمان‌الله لکڼوال د تېر کال د نومبر میاشتې په وروستیو کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بکسټروم په ډزو ووژله او یو بل سرتېری انډریو وولف یې ټپي کړی و.

اړوند خبرونه