د کندهار ــ هرات پر لويه لار د هلمند د واشېر ولسوالۍ د شوراب په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او باروړونکي ټېلر ترمنځ د ترافیکي پېښې له امله ۵ کسان شهيدان او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۱۵ عزم قول اردو د رسنيو دفتر ويلي، د قوماندان ډاکتر نعمتالله امين په مشرۍ د شوراب ساحوي روغتون يو طبي ټیم د پېښې ځای ته رسېدلی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ۱۶ ټپیان يې د درملنې موخه روغتون ته لېږدولي دي. د یادې سرچینې په وینا، ټپیانو ته اړینې روغتیايي اسانتیاوې برابرې شوې او د پېښې د ۵ شهيدانو جسدونه هم د شوراب ساحوي روغتون ته انتقال شوي دي.

