په دوحه کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر براهام صالح سره کتلي او د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د سرپناه، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو او د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو یې خبرې کړې دي.
په قطر کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې لیدنه کې د هغو ستونزو په اړه هم بحث شوی چې یو شمېر راستنېدونکي د راستنېدو پر مهال د خپلو شتمنیو او مالونو د ضبط کېدو له امله ورسره مخ دي.
خبرپاڼه زیاتوي، براهام صالح ویلي چې د افغان راستنېدونکو له ستونزو او ننګونو خبر دی او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

