ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله ۶ کسان شهيدان او ۸ نور ټپیان شوي

د ننګرهار ولايت مقام د رسنيو دفتر خبر ورکړی چې د پچېراګام ولسوالۍ په مرغۍ سیمه کې نن سهار شاوخوا اته بجې د یوه ډاټسن موټر د اوښتو له امله ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د پچېراګام ولسوال قاري اعلی ګل شعیب ویلي چې په مړو شویو کسانو کې څلور ښځې او دوه نارینه شامل دي.
د نوموړي په وینا، ټپیان د درملنې لپاره د روداتو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

اړوند خبرونه