ډېر لوستل شوي

هلمند کې تر سلو کیلو ګرامو زیات ومان له منځه وړل شوي

د هلمند ځایي مسوولین وایي چې ددې ولایت په باغران ولسوالۍ کې په زیاته اندازه ومان کشف او له منځه یووړل شول.

د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت د هلمند باغران ولسوالۍ کي ۱۱۲ کيلو ګرامه ومان کشف او له منځه یووړل.

د هلمند امنيه قومندانۍ وياند ملا عزت الله حقاني ویلي چې امنیتي ځواکونو د يو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې ددې ولایت په باغران ولسوالۍ کې ۱۱۲ کیلوګرامه ومان کشف او له منځه وړل شوي دي.

افغان حکومت د ومان بوټو کښت او پلور منع کړی.

ومان په طبیعي ډول په غرونو کې زرغونیږي چې په دې وروستیو کې یې خلکو خپلو کرکېلو کې کښت ته مخه کړې وه.

اړوند خبرونه