ډېر لوستل شوي

هرات کې د نشه‌يي توکو ۲۵ کاروباریان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت وایي چې په هرات ولایت کې ۲۵ کسان د بېلابېلو نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي.

د دې ادارې د راپور له مخې چې له نیول‌شویو کسانو څخه څه باندې ۶ کیلوګرام شیشه، ۳٫۷ کیلوګرام چرس، څه باندې ۴ کیلوګرام تریاک او ۷۵۴ د نشې ګولۍ هم ترلاسه شوي دي .

سرچینې لیکلي چې نیول‌شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی دی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه