ډېر لوستل شوي

روغتیا وزارت: هرات کې د درملو پنځه عمده پلورنځي وتړل شول

عامې روغتیا وزارت په هرات او فراه ولایتونو کې د درملو یو شمېر عمده پلورنځیو او درملتونونو څخه د څارنې خبر ورکړی دی. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي ویلي چې دا څارنه د هرات او فراه ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسوولینو له لوري شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې چې په هرات ولایت کې پنځه عمده درمل پلورنځي له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي او ۱٫۵ ټن بې‌کیفیته درمل راټول شوي دي. عامې روغتیا وزارت لیکلي چې همداراز په فراه ولایت کې ۱۳۰ کیلوګرام له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول او د له منځه‌وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته لېږدول شوي دي.

اړوند خبرونه