ډېر لوستل شوي

“د مالیاتو تخفیف به سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي”

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان له مخې د مالیې وزارت له لوري اعلان شوي مالیاتي تخفیفونه ستايلي او زياته کړې يې ده چې له دې وروسته به په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو مالیاتي سیسټمونه د تطبیق وړ نه وي.

د اميد راډيو خبريال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د مالیاتي تخفیفونو د اعلان غونډې پر مهال د ښاغلي غزيزي په حواله ويلي، په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې د مالیاتو د معافیت له امله د هېواد عایدات نه یوازې کم شوي نه دي، بلکې د پخوا په پرتله زیات شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزير په وینا، د مالیاتي اسانتیاوو له امله سوداګرو او پانګه‌والو ته غوره زمینه برابره شوې او دا به د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

دا په داسې مهال ده چې د رييس‌الوزرا اداري مرستيال په ياده غونډه کې په څلورو کټګوريو کې له ۱۰ تر ۵۰ سلنې مالياتي تخفيفونه اعلان کړل.

اړوند خبرونه