د چارو ادارې لوی رییس، شیخ نورالحق انور د مالیاتو د تخفیفونو هرکلی کړی او ویلي یې دي، اوس مهال د مالیاتو ورکړه د عصري او پرمختللو برېښنايي سیسټمونو له لارې ترسره کېږي چې له امله یې د روڼتیا او شفافیت کچه لوړه شوې ده.
د اميد راډیو خبريال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د مالیاتي تخفیفونو د اعلان غونډې پر مهال د ښاغلي انور په حواله ويلي، د مالیاتو د ورکړې په بهیر کې د اسانتیاوو تر څنګ، هېواد د برېښنايي حکومتولۍ پر لور هم د پرمختګ په حال کې دی. شیخ نورالحق انور له سوداګرو او کاروباریانو غوښتي چې د خپلو چارو د چټکتیا او اسانتیا لپاره له دې عصري سیسټمونو څخه ګټه واخلي.

