د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د هېواد د تولیدي ظرفیتونو او وړتیاوو د پېژندنې په موخه ننګرهار ولایت کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې یاد نندارتون د ننګرهار ولایت صنعت او سوداګرۍ رییس سید عبدالبصیر پاچا، د سیمهییزو ادارو مسوولینو، مخورو، صنعتکارانو او سوداګرو په شتون کې پرانیستل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې نندارتون کې د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو، غالیو، لاسي صنایعو او نورو کورنیو تولیداتو په ګډون په ۸۰ غرفو کې بېلابېل تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې یاد نندارتون به د روانې میاشتې له ۲۱مې تر ۲۳مې نېټې پورې د صنعتکارانو، سوداګرو او عامو خلکو پر مخ پرانیستی وي.

