ځواني د انسان د ژوند له تر ټولو ارزښتناکو پړاوونو ده، او ډېری خلک غواړي چې د اوږدې مودې لپاره خپله ځوانۍ، ښکلا او روغتیا وساتي، خو ځينو کسانو کې له خپل اصلي عمر څخه مخکې د زړښت نښې څرګندېږي؛ د پوستکي ګونځې، د مخ ستړیا او د بدن کمزوري یې له هغو نښو څخه دي چې د ژوند د طرز، ناسمو عادتونو او چاپېریالي عواملو له امله رامنځته کېږي. که څه هم د عمر زیاتېدل یوه طبیعي پروسه ده، خو دا چې څنګه سالم ژوند ولرو؟ په دې لیکنه کې به د هغو مهمو لاملونو په اړه معلومات ولولئ چې انسان له وخته مخکې زړوي، او هم به له هغو ساده او اغېزمنو لارو چارو سره اشنا شئ چې د ځوان پاتې کېدو، د پوستکي د روغتیا او د بدن د تازهوالي په ساتنه کې مهم رول لري. 1. ولې ځینې انسانان مخکې له وخته زړېږي؟ له وخته مخکې زړښت هغه حالت ته ویل کېږي چې د انسان په پوستکي، بدن او بڼه کې د عمر له طبیعي پړاو څخه مخکې د زړښت نښې څرګندې شي.
که څه هم د عمر زیاتېدل یوه طبیعي پروسه ده، خو د ژوند ناسالم طرز، ناسم عادتونه، چاپېریالي عوامل او ځینې روغتیايي ستونزې کولی شي دا بهیر چټک کړي. ډېری څېړنې ښيي چې د انسان د ژر زړېدو لویه برخه د ژوند له طرز سره تړاو لري، یعنې هغه څه چې موږ یې هره ورځ خورو، څښو، ترسره کوو او ورسره مخ کېږو. لاندې هغه مهم عوامل دي چې د انسان د ژر زړېدو لامل کېږي: ·
د وزن زیاتوالی: د بدن ډېر وزن نه یوازې د زړه، شکرې او وینې فشار خطر زیاتوي، بلکې پر پوستکي او د بدن پر جوړښت هم منفي اغېز کوي. چاغوالی د پوستکي ارتجاع(Skin Elasticity) کموي او انسان تر خپل اصلي عمر مشر ښکاره کوي. · د سګرټ او نور تنباکوي توکو استعمال: سګرټ د پوستکي د وینې جریان کموي او د کولیجن (Collagen) او الاستین(Elastin) په نوم هغه طبیعي مواد زیانمنوي چې د پوستکي نرموالی او ځوانوالی ساتي. له همدې امله سګرټ څکوونکي ډېر ژر د مخ ګونځې او د زړښت نورې نښې تجربه کوي. ·
دوامداره اندېښنه او ذهني فشار: اوږدمهاله فشار او خپګان د بدن د فشار هورمون (کورټیزول) کچه لوړوي چې دا کار د پوستکي د حجرو د بیا رغېدو بهیر ورو کوي او د ژر زړښت لامل ګرځي. · د خوب کموالی: خوب هغه وخت دی چې د انسان بدن او پوستکی بیا رغوي. که یو انسان هره شپه کافي او منظم خوب ونه کړي، د سترګو شاوخوا تورې حلقې، ستړیا، د پوستکي بېروحي او د زړښت نښې په کې ژر څرګندېږي. ·
د لمر زیانمنې وړانګې: د لمر د ماورای بنفش(UV) وړانګو ډېر تماس د پوستکي کولیجن زیانمنوي، د پوستکي رنګ بدلوي او د ګونځو او داغونو د پیدا کېدو لامل کېږي. له همدې امله متخصصین د لمر ضد کریم کارولو سپارښتنه کوي. · ناسالم خواړه: د غوړو، بوره لرونکو او پروسس شويو خوړو ډېره کارونه د بدن د التهاب کچه لوړوي او د پوستکي د زړښت بهیر چټکوي. برعکس، تازه مېوې، سبزيجات او د انټياکسیډانټونو لرونکي خواړه د پوستکي په ساتنه کې مهم رول لري. · د اوبو کموالی: بدن او پوستکی اوبو ته اړتیا لري. که بدن ته کافي اوبه ونه رسېږي، پوستکی وچ، بېنوره او ګونځې لرونکی کېږي. · ورزش ته وخت نه ورکړل: منظم ورزش د وینې جریان ښه کوي، اکسیجن او غذایي مواد د پوستکي حجرو ته رسوي او د بدن د ځوانوالي په ساتنه کې مرسته کوي. · چاپېریالي ککړتیا: د هوا ککړتیا، دوړې او زیانمن کیمیاوي مواد د پوستکي حجرې زیانمنوي او د وخت له مخه د زړښت لامل ګرځي. · الکولي مشروبات او نور ناسالم عادتونه: الکول او ځینې نور زیانمن عادتونه د بدن اوبه کموي، د پوستکي وچوالی زیاتوي او د زړښت بهیر ګړندی کوي. په ټوله کې، د ژر زړښت ډېری لاملونه د انسان د ژوند له طرز سره تړاو لري، او د سالمو عادتونو په خپلولو سره د دغو عواملو اغېزې تر ډېره کمېدای شي. 2. د ژر زړښت د مخنیوي لپاره کوم تدابیر اغېزمن دي؟ که څه هم زړښت د ژوند یوه طبیعي پروسه ده، خو د سالم ژوند په غوره کولو سره د دې بهیر چټکتیا کمېدای شي او انسان کولای شي د اوږدې مودې لپاره خپله ځواني، روغتیا او د پوستکي ښکلا وساتي. د روغتیايي متخصصینو په وینا، لاندې تدابیر د ژر زړښت په مخنیوي کې مهم رول لري: · متوازن او مغذي خواړه وخورئ: د تازه مېوو، شنو سبزیو، مغز لرونکو خوړو، کب، هګیو او بشپړو غلو کارول د بدن اړتیاوې پوره کوي. په ځانګړي ډول ویټامین C، E، A او د اومیګا-۳ غوړ اسیدونه د پوستکي د ځوانوالي او حجرو د ساتنې لپاره ډېر ګټور دي. · کافي اوبه وڅښئ: هره ورځ د بدن د اړتیا له مخې اوبه څښل د پوستکي رطوبت ساتي، وچوالی کموي او د پوستکي تازه والی زیاتوي. · منظم او کافي خوب وکړئ: هره شپه له اووه تر اتو ساعتونو پورې خوب د بدن او پوستکي د حجرو د بیا رغونې فرصت برابروي او د ستړیا او ژر زړښت نښې کموي. · منظم ورزش وکړئ: ورزش د وینې جریان ښه کوي، بدن ته اکسیجن رسوي، عضلات پیاوړي کوي او د پوستکي طبیعي ځلا ساتي. لږ تر لږه د ورځې ۳۰ دقیقې چټک مزل یا منظم ورزش د روغتیا لپاره ګټور دی. ·
د لمر له زیانمنو وړانګو ځان وساتئ: د لمر ضد کریم (SPF)، خولۍ، عینکې او مناسبې جامې د لمر د زیانمنو وړانګو اغېزې کموي او د پوستکي د ګونځو او داغونو مخه نیسي. · سګرټ او نور زیانمن عادتونه پرېږدئ: سګرټ، نسوار او الکولي مشروبات د بدن او پوستکي د زړښت بهیر چټکوي، نو پرېښودل یې د روغتیا او ځوانوالي لپاره مهم ګام دی. ·
ذهني ارامتیا وساتئ: د ذهني فشار کمول، د کورنۍ او ملګرو سره وخت تېرول، عبادت، مطالعه او د خوښې کارونه د بدن هورموني توازن ساتي او د ژر زړښت خطر راکموي. · پوستکي ته مو مناسبه پاملرنه وکړئ: هره ورځ د مخ پاکول، د پوستکي له ډول سره سم مرطوبوونکي کریم کارول او د اړتیا په صورت کې د متخصص ډاکټر مشوره اخیستل د پوستکي روغتیا ساتي. · له شکر او پروسس شویو خوړو ځان وساتئ: د ډېرې بورې، خوږو مشروباتو او پروسس شویو خوړو زیات استعمال د بدن د حجرو زړښت چټکوي، نو غوره ده چې طبیعي او تازه خواړه وکارول شي. ·
منظمې روغتیايي معاینې وکړئ: د شکر، وینې فشار، د ویټامینونو کموالی او نورې روغتیايي ستونزې که پر وخت تشخیص او درملنه شي، د ژر زړښت او نورو ناروغیو د رامنځته کېدو خطر کموي. 3. پایله ځوان پاتې کېدل یوازې د عمر له شمېر سره تړاو نه لري، بلکې د سالم ژوند، متوازنو خوړو، منظم ورزش، کافي خوب او ذهني ارامتیا پایله ده. که انسان دغه ساده خو مهم عادتونه خپل کړي، نه یوازې به د ژر زړښت مخه ونیسي، بلکې د اوږدې مودې لپاره به روغ، فعال او تازه ژوند ولري.
#امیدراډيو

