د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي په کونسلي چارو کې د ایران بهرنیو چارو وزارت له مرستیال، وحید جلالزاده سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، اتباعو ته د کونسلي خدمتونو د لا ښهوالي او سرحدي همکاریو اړوند موضوعاتو خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي متقي په حواله ټینګار شوی چې په ایران کې افان اتباعو ته د کونسلي خدمتونو وړاندې کول باید لا اسانه، چټک او د منلشویو معیارونو مطابق وي.
بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم د ایران او افغانستان ترمنځ کونسلي همغږي مهمه بللې ده.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې له افغان لوري سره روانې خبرې به د دواړو هېوادونو د وګړو د کونسلي چارو لا ښه تنظیم او اسانتیاوو د پراختیا لامل شي.

