ډېر لوستل شوي

بريټانوي ځواکونو افغانستان کې پر بې‌ګناه افغانانو شهيدانولو او بندیانو په ځورونې اعتراف کړی

د بريټانيا «سکای نيوز» رسنۍ راپور ورکړي چې د افغانستان د جګړې د پلټنې کمېسیون ته د بريټانوي پوځ یوه پخواني غړي او یوې پخوانۍ خبریالې په خپلو شهادتونو کې اعتراف کړی چې بريټانوي ځواکونو په افغانستان کې بې‌ګناه افغانان شهيدان او له افغان بندیانو سره یې ناوړه او سپکوونکی چلند کړی دی.

د پخواني پوځي غړي کریسټوفر ګرین په وینا، بريټانوي ځواکونو د «رحیم» په نوم کلي کې درې افغان کروندګر وروڼه شهيدان کړي وو، سره له دې چې استخباراتي معلوماتو ښودله هغوی له وسله‌والو سره هېڅ تړاو نه درلود.

همدارنګه، یوې پخوانۍ بريټانوۍ خبریالې ویلي چې ځینو بريټانوي سرتېرو به د ساتیرۍ لپاره افغان بندیان له بار پورته کوونکي ماشين (فورک‌لفټ) څخه ښکته غورځول او له هغوی سره به یې ناوړه چلند کاوه.

دا څرګندونې د افغانستان د جګړې د پلټنې کمېسیون ته د محرمو شهادتونو په ترڅ کې شوې دي.

یاد کمېسیون د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د بريټانوي ځانګړو ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو په اړه خپلې څېړنې روانې ساتلې دي.

اړوند خبرونه