د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون خپله نوبتي غونډه د یاد کمېسیون د مسوول او د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره کړې ده.
ياد کمېسيون وايي، په غونډه کې د هېواد پر امنیتي وضعیت هر اړخیزه ارزونه او د امنیت د لا ټینګښت لپاره پر اړوندو موضوعاتو مفصل بحثونه شوي دي.
د کمېسیون مشرتابه د هېوادوالو لپاره د ډاډمن او سرتاسري امنیت پر خونديتوب ټینګار کړی او زياته کړې يې ده چې د امنیت د لا پیاوړتیا لپاره به لازم اقدامات دوام ولري.
همدارنګه، د ولایتي کمېسیونونو وړاندیزونه ارزول شوي او د امنیتي چارو د لا ښې همغږۍ او پیاوړتیا په موخه اړینې سپارښتنې هم وشوې.

