ډېر لوستل شوي

علي‌رضا بېکدلي د اسلامي امارت معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ته د ایران د سفر بلنه ورکړې

په کابل کې د ایران سرپرست سفیر، علي‌رضا بېکدلي د معیار او کیفیت ادارې له عمومي رییس، ملا عبدالله حاجي بشیر سره په کتنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. 

د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې ټینګار شوی چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو له لوري د معیارونو رعایتول د توکو کیفیت لوړولو کې مرسته کوي او د خلکو د روغتیا، حقونو او عامه ګټو په ساتنه کې مهم رول لوبوي.

په دې کتنه کې د ایران سفیر د اسلامي امارت معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ته د ایران د سفر بلنه ورکړې او ترې غوښتل شوي چې د ایران سټنډرډ ادارې له اړوندو برخو دې لیدنه وکړي. د معیار او کیفیت ادارې دا کتنه د دوستانه اړیکو ټینګښت، د تخنیکي همکاریو پراختیا، د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي مناسباتو پراختیا لپاره اغېزمن ګام ګڼل بللی دی.

اړوند خبرونه