ډېر لوستل شوي

د اوبو د سرچینو مدیریت؛ د کابل په بېلابېلو سیمو کې ۲۰ چکډېمونه جوړېږي

د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (یوان‌اوپي‌اس) له مشرې سره کتلي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو په هېواد کې له اقلیمي بدلونونو سره د سمون او د اوبو سرچینو د مدیریت اړوندو پروژو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

په کتنه کې د ملګرو ملتونو استازې ویلي چې د دوی اداره به په لومړي پړاو کې د ازمایښتي پروګرام په توګه د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۰ چکډېمونه جوړ کړي، څو د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت په برخه کې مثبتې پایلې ولري.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت همداراز لیکلي چې بلخوا ښاغلي عمري ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلونونو سره د سمون پروژې باید د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ او د هېواد شته اړتیاوو له مخې پلي شي.

اړوند خبرونه