د کورنیو چارو وزارت نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په مربوطاتو کې د کشفي عملیاتو پرمهال د نشهيي توکو یو پلورونکی نیول شوی دی.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې له دغه کس څخه ۱٫۱۵۶ د نشې ګولۍ، ۷۸ ګرام چرس او ۲۲ ګرام شیشه ترلاسه شوي دي.
سرچینې لیکلي چې یاد کس د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کشف، تخنیک او تدقیق ریاست اړوند د راډیويي کشف او پیسو مینځلو مدیریت منسوبینو له لوري نیول شوی او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر قاچاق، خرڅلاو او هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی، او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نشهيي توکو سلګونه کاروباریان نیول شوي دي.

