د امارتي شرکتونو لوی ریاست ویلي، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت څخه د ننګرهار د واټ ټرانسپورټ د تنظیم ریاست ته د معیاري ښاري ترمینلونو د جوړولو لپاره د دوو مناسبو ټوټو ځمکو د لېږد چارې بشپړې شوې دي.
په همدې موخه د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي په مشرۍ غونډه شوې، چې د ننګرهار د واټ ټرانسپورټ د تنظیم رئیس، ملا انعام الله انعام او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، مولوي ذبیح الله نوراني هم پکې ګډون درلود.
غونډې ته ویناوالو ددې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د معیاري ښاري ترمینلونو جوړول به د ټرانسپورټي خدمتونو کیفیت لوړ، ښاري نظم پیاوړی او عامو خلکو ته به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د معلوماتو له مخې، له دغو دوو ساحو څخه یوه د جلالآباد ښار د حلقوي سړک ترڅنګ د سیاسنګ څلورلارې په سیمه او بله د مولوي محمد یونس خالص فامیلیو اړوند د ټوېل څلورلارې ته نږدې موقعیت لري.
په همدې غونډه کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د ځنګل باغ په سیمه کې د شاوخوا ۲۶ جریبه ځمکې د قرارداد اسناد، چې د کابل موټرو هډه به پرې جوړه شي، په رسمي ډول د یاد شرکت د اجرائیوي رئیس له لوري د ننګرهار د واټ ټرانسپورټ د تنظیم ریاست ته وسپارل شول.
همدارنګه ټاکل شوې ده چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري په همدې ساحه کې د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو معیاري، عصري او مجهز مسافربري ترمینل هم جوړ شي. مسئولین وايي، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د جلالآباد ښار ټرانسپورټي نظم لا پیاوړی شي، ترافیکي ګڼېګوڼې به راکمې شي او مسافرو او موټرچلوونکو ته به معیاري، خوندي او غوره ټرانسپورټي چوپړونه وړاندې شي.

