ډېر لوستل شوي

دفاع وزارت: یوه میاشت کې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیول شوي

د دفاع وزارت ځواکونو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو سرحدي سیمو کې د کشفي عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر قاچاقي توکي، وسلې، نشه‌یي توکي او وسایط کشف او ضبط کړي دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په نیول شویو توکو کې ۹ کارټنه روغتیايي درمل او طبي وسایل، ۱۸ کیلوګرامه ښیښه، ۲۳۰۰ ګرامه اپین، ۸ کلاشینکوفونه، ۲ روسي پیکا، ۷ M4  وسلې، ۱۲ تومانچې، ۲۶۲ بېلابېلې درنو وسلو مرمۍ، ۶ موټرسایکلونه، ۵۶ موټر او د موټرو پرزې شاملې دي.

دفاع وزارت زیاته کړې، له دې قاچاقي توکو سره ۱۶ تنه قاچاقبران هم نیول شوي چې غوښتل یې یاد توکي په ناقانونه توګه له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

د وزارت په وینا، نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د نورو قانوني اجراآتو لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه