د ریاستالوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د تشکیل او معاشاتو د تنظیم کمېسیون له غړو سره یوځای د بګرام زندان عمومي وضعیت ارزولی او له یو شمېر بندیانو سره یې هم کتلي دي.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ښاغلي حنفي د مل پلاوي په ملتيا د زندان له بېلابېلو برخو کتنه کړې او د بندیانو عمومي وضعیت، روغتیايي خدمتونه، د خوراکي توکو وېش، د ساتنې شرایط او د ستونزو د حل بهیر یې له نږدې څېړلی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي د بندیانو غوښتنې اورېدلې او د زندان مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د اسلامي شریعت له احکامو سره سم د محبوسینو حقوق په بشپړه توګه مراعت کړي، د ساتنې شرایط لا ښه کړي، روغتیايي خدمتونه پیاوړي او د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي. د بګرام زندان مسوولینو هم پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د شته ستونزو د حل او بندیانو ته د غوره خدمتونو د برابرولو لپاره به خپلې هڅې دوامداره وساتي.

