د هرات والي، شیخ مولانا اسلام جار د پټرولو او ډیزلو د بیو راټیټېدو په برخه کې د دولت او خصوصي سکټور پر همکارۍ او خلکو ته د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
د هرات ولایت مقام په خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ټینګار شوی چې د پټرولو او ډیزلو بیې باید په بازار کې راکمې شي، او په وینا یې چې له هغو کسانو سره باید قانوني چلند وشي چې پټرول، ډیزل او ګاز احتکاروي.
د هرات والي همداراز له سوداګرو غوښتي چې د خلکو ترڅنګ ودرېږي او د مسوولینو په همکارۍ د ستونزو په کمولو، د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو او د بازار د ثبات په ساتلو کې اغېزمن رول ولوبوي.
د خبرپاڼې له مخې چې شیخ مولانا اسلام جار دا څرګندونې د نفتي توکو د واردوونکو سوداګرو له ټولنې سره په هغه غونډه کې کړې چې د صنعت او سوداګرۍ ریاست، د هرات د امارتي نفت او ګاز شرکت رییس او د پمپسټېشنونو د ټولنې استازو پکې ګډون کړی و.

